خبرونه

افغان ځانګړي ځواک تېره شپه زابل کي عمليات کړي

د صفر درې په نوم د ځانګړو ځواکونو عمليات د زابل د ښار صفا ولسوالۍ اړوند د توغان، حاجي روف او صالح محمد په کليو کي ترسره شوي دي.

د کندهار د والي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دغو عملياتو کي ۴ وسله وال وژل سوي او پنځه نور ژوندي نيول سوي دي.

سرچينه وایي په دغو عملياتو کي د وسله والو وسلې او مهمات هم له منځه وړل سوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close