خبرونه

هلمند کي موټر بم بريد سوی

بريد نن سهار لس بجې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د تور پله په سیمه کي د ملي اردو د کامران په نامه قرارګاه باندي د مازدا موټر په واسطه سوی دی.

په سیمه کی امنیتي ځواکونه وایي په دې برید کي ۸ تنه د ملي اردو سرتیری وژل سوي او ۲ تنه ټپیان دي .

خو هلمند کي د ۲۱۵ ميوند قول اردو ویاند عبدالقدير بهادرزی یوازي د پیښي پخلی کوي خو د تلفاتو شمیره نه وایي.

طالبانو د نني بريد مسووليت په غاړه اخستی او د ګڼو افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي ادعا يې کړې.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close