اقتصادخبرونه

پر افغانۍ کارولو په کندهارپوهنتون کي هم ټینګار وسو.

په هغه پراخه غونډه کي چي په کندهار پوهنتون کي پرون جوړه سوې وه له خلکو وغوښتل سول چي په سوداګریزه او ورځنیو راکړه ورکړه کي يوازي افغانۍ وکاروي.

دې غونډه کي دپوهنتون ریس پوهاند عبدالواحد وثیق ،استادانو، محصلینو او دکندهار والي ټولنیز مرستیال اغالالي دستګیري ګډون درلود.

ددې غونډي په بهیر کي اغالالي دستګیري  وویل، ولایتي ادارې جدي هوډ کړی چي په دې ولایت کي په بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه په پاکستانۍ کلداري راکړه ورکړه ودروي.

په دې غونډه کي د پوهنتون د حقوقو او اقتصاد پوهنځيو د استادانو له لوري د افغانیو پر ارزښت او کارونې پرزنټېشن هم وړاندي سو.

له هغه وروسته چي په ننګرهار او خوست ولایتونو کي د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز ولګېد د کندهار چارواکو هم په دې ولایت کي د کلدارو د مخنیوي پرېکړه کړې ده.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close