خبرونه

کندهار کي له پرون راهيسي ۲۲ ملي متره باران اورېدلی

د کندهار د والي دفتر په یوه اعلاميه کي وایي، چي د تیري ورځي څخه تر دې مهاله د کندهار ولایت اړوند ارغنداب ساحه کي ۲۷ میلي متره او ترنک کي ۱۸ میلي متره باران اوریدلي، چې اوسط یې ۲۲.۵ میلي متره کیږي.

سرچينه همدارنکه وايي ترنک رود کي د ۵۰ سانتی متره په ارتفاع او ۱۲۰ متر مکعب في ثانیه سیلاب راغلي.

د يادوني وړ ده، چې تر دې مهاله په کندهار کي باران له امله د رامنځته سوي زيان راپور نه دی ورکول سوی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close