ټیکنالوجي

Cyber Crime یا سایبري جرم چيشي دی؟

سایبري جرم هغه جرم دی چي د کمپیوټر او انټرنیټ په وسیله د مختلفو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره عملي کیږي. سایبري جرم مختلف ډولونه او مختلف تکنیکونه لري. په صورت عموم کي سایبري جرم د فرد، سازمان، یا مملکت په مقابل کي ترسره کیږي د مثال په ډول یو فرد را ولاړیږي بل فرد د فیسبوک له لاري تهدیدوي یا په بل مثال کي موږ ویلای سو چي یو مملکت غواړي د بل مملکت پټ رازونو ته لاس رسی پیدا کړي نو دی د هیکرانو په مرسته هغه پټ رازونه یا secret data غلا کوي دې ته سایبر کرایم یا سایبري جرم ویل کیږي. په دې لیکنه کي زه تاسو ته څو مختلف ډولونه تشریح کوم

  1. Hacking / Cracking په سایبري نړۍ دا خورا یو مشهوره په او په زړه پوري موضوع ده. هیکینګ یا کریکینګ په عامه اصطلاح موږ د کمپیوټر جادوګري ورته ویلای سو دا هغه هنر دی کوم چي د یو مملکت، سازمان، یا فرد په ګټه او تاوان کاریدلای سي. خو اوس محال په نړۍ کي د دې هنر څه تر ګټي، زیات د تاوان کار اخیستل کیږي. د دې تخنیک له لاري مختلف ګروپونه مختلف کارونه تر سره کوي ځني ګروپونه د هیکینګ هنر د ساتیري لپاره کاروي ځني د پیسو په بدل کي او ځني بیا د یو سازمان یا مملکت د پټ رازونه د جاسوسي په شکل را ټولوي. هیکینګ په خپل ځان کي مختلف ډولونه لري لکه ( سوشل انجینرنګ، بیکډورز، مالویرز، ډي ډاس اټیکس، وایرسونه او داسي نور) د یادو تخنیکونو له لاري په مختلفو حالاتو او مختلفو د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره کار اخیستل کیږي. په سایبري نړۍ کي د هیکینګ لوی مرکز د ډارک ویب یا ډیپ ویب په نامه سره یادیږي چي د نړۍ اکثره هیکران پکشي وجود لري او خپلي غیر قانوني کړني ترسره کوي
  2. cyberstalking سایبرسټالیک هغه سایبري جرم دی په کوم کي چي یو فرد یا ګروپ د انټرنیټ یا نورو بریښنایي وسیلو په کارولو سره یو سازمان یا یو فرد ځوروي. پدې کې ناسم تورونه ، ګواښونه ، تبعیض ، د جنسي خواهشاتو غوښتنه ، یا د یو فرد یا سازمان شخصي یا د پټ رازونو معلومات راټولول شامل دي چي ممکن د تهدید ، شرمیدلو یا ځوروني لپاره وکارول سي.
  3. Plagiarism یا ادبي غلا دا هغه جرم دي په کوم کي چي یو فرد یا ګروپ د بل لیکوال د “ژبې ، افکارو ، نظرونو ، یا څرګندونو” غلا کوي او خپل په نامه یې پر بریښنایي لیکو خپروي
  4.  Counterfeiting جعل یا فریبکاري دا جرم په سایبري نړۍ کي خورا مخ پر ډیریدو روان دی په دې جرم کي مجرم د بلي کمپنۍ جوړل کړل سوي مواد لکه ( سافټویرونه، ډیټابیسونه، اپلیکیشنونه ) ایډیټوي او خپل په نامه یې خرسوي یعني د هغو د کلنو خوارۍ د پنځوس افغانۍ په بدل کي ورته تماموي شه مثال یې د وینډوز ایرانۍ سي ډیاني دي چي په بازار کي په پنځوس افغانیو خرڅیږي
  5. Internet Scams یا انټرنیتي سکیمونه  یا په عادي اصطلاح انټرینټی غلاوي دا هم په سایبري نړۍ کي خورا په لوړه کچه دي چي مختلف ډولونه لري لکه ( واش واش سکیم، بلک مني سکیم، فري موویز سکیم، لاټري سکیمز، او داسي نور) د دې لاري هیکران ستاسو کمپوټرونو او مبایلونو ته د شخصي معلوماتو د غلا په نیت وایرسونه استوي تر څو ستاسو بانکي حساباتو، ایمیل ادرسو، د سوشل میډیا اکاونټو ته لارسی پیدا کړي
  6. Deep web & Dark web ډیپ ویب یا ډارک ویب دا بیا د انټرنیټ بل اړخ دی چي شاید کم خلګ په خبر یي دا د سایبري جرمونو دنیا ده په دې سایټو کي ( غیر قانوني اصلحې، نشی توکي، هیکینګ، د انسانانو قاچاق او دې ته ورته غیر قانوني جرایم په خورا پیمانه سره تر سره کیږي دا خپل ځان ته یو جلا مضمون دي چي اوس خبري پر شروع کو شاید یو کتاب ته ورسیږي

لیکوال: عابد پوپل

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close