ټیکنالوجي

خپل د فیسبوک اکاونټ له هیک څخه څنګه ژغورلای سو؟

فیسبوک هره میاشت شا او خوا ۲.۴ میلیارده فعال کارونکي لري دا سروې له فیسبوک له لوري د ۲۰۱۹ کال په اخیري دریو میاشتو کي ترسره سوه. نو دلته خبره داده چي په دا ۲.۴ میلیارده کسانو کي به د څو کسانو اکاونټونه هیک کیږي؟؟؟

د دې لیکني په لوستلو سره تاسي کولای سی خپل اکاونټونه له هیک څخه وژغورئ.

  • Complexity Password یا قوي پاسورډ د هر څه درمخه تاسي باید خپل اکاونټ ته قوي پاسورډ ورکړی. قوي پاسورډ یعني ستاسو په پاسورډ کي باید دا څلور شیان هتمن کار سوي وي لکه ( غټ توري، کوچني توري، حساب او سپیشل کریکټرونه).
  • Conform your mobile number خپل د مبایل شمیره مو تاید کړی په دوهم قدم کي باید خپل د فیسبوک اکاونټ ته خپل شمیره ورکړی که چیري ستاسو خپل پاسورډ هیر سي نو د تیلیفون د شمیرې له لاري تاسي کولای سي خپل اکاونټ خلاص کړی.
  • Two-factor authentication یا دوه فیکتوري تصدیق دا اپشن سربیره پر دې چي تاسو خپل اکاونټ ته قوي پاسورډ ورکړی وي ستاسو د اکاونټ د امنیت په ساتنه کي ستاسو سره مرسته کوي. د دې اپشن په مرسته کله چي تاسي خپل د اکاونټ پاسورډ داخله کړی ستاسو څخه د یو خاص کود غوشتنه کیږي چي ستاسو مبایل نمبر ته هم زمانه در لیږل کیږي د دې کود داخلیدو وروسته تاسي کولای سی چي خپل اکاونټ ته داخل سی.نو که غواړی چي اکاونټ مو د پردیو د منګلو څه خلاص سي نو دا اپشن هتمن فعاله کړی.
  • Login approvals یا د ننوتلو نصویبونه دا د فیسبوک له لوري ستاسو د اکاونټو د امنیت په منظور منځ ته راغلی دی. هر کله چي تاسي د نامعلومه کمپیوټر یا مبایل له لاري تاسي خپل اکاونټ ته داخلیږی نو فیسبوک تاسو ته د تصویب کوډ رالیږي تر څو فیسبوک پوه سي چي ایا تاسو خپله یاست چي دغه اکاونټ ته داخیلیږی او که کوم بل څوک. د دې اپشن په فعاله ولو سره که چیري ستاسو پاسورډ د بل چا لاس ته ور هم سي خو ستاسو اکاونټ ته لاس رسی نه سي پیدا کولای د دې اپشن د فعاله کولو لپاره د لاندي طریقې څخه کار واخلی Settings> Security> Login Approvals and Edit

  • Avoid Spam Links د نامعلومه لینکونو څه مخنیوی وکړی اکثره وخت ستاسو ملګري یا کوم بل څوک تاسو ته لینک رالیږي او تاسو ته وایی چي جالب معلومات دي یا کوم بل څه… کله چي تاسو په لینک باندي کلیک کوي نو هم زمانه ستاسو د اکاونټ ټول معلومات هغه ته انتقالیږي لکه ستاسو پاسورډ او یوزر نوم ځکه د هغه لینک تر شا د بیک ډور په نامه وایروس پټ وي او د دې وایرس دا کار وي چي ستاسو ټول معلومات له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي نو کوښښ وکړی چي پر نامعلومه لینکونو باندي ونکړی.
  • Social Engineering یا په عامه اصطلاح د انټرنیټ خطاایستل که مو فکر کړی وي کله کله تاسو یو څوک په مسیج کي لینک را لیږي او وایی د فیسبوک لایکونه مو ډیر کړی او یا هم ورته لیکلی وي د دې ویډیو د کتلو لپاره لاندي لینک خلاص کړی کله چي تاسي لینک خلاصوی هلته لیکلي وي  چي خپل د اکاونټ نوم او پاسورډ داخل کړی کله چي تاسو هغه فورم ډکوی نو په اتومات شکل ستاسو د اکونټ نوم او پاسورډ هغوی ته انتقالیږي نو کوښښ وکړی چي نامعلومه فورمونه ډک نه کړی.
  • کله چي په کمپیوټر کي فیسبوک کاروی باید څه وکړی؟ که چیري تاسي په کمپیوټر کي د وینډوز څخه استفاده کوی نو باید دا ټکي مو په پام کی وي چي هیڅ کله هم خپل د فیسبوک اکاونټ په اډیمن یوزر کي مه را خلاصوی ځکه چي اډمین یوزر پوره صلاحیت لري چي هر څه وکړي نو که چیري په هغه کمپیوټر کي وایرس وي او تاسو خپل اکاونټ ته داخیلیږی نو ستاسو یوزر نوم او پاسورډ د هغه وایرس په وسیله انتقالیږي نو کوښښ وکړی د انټرنیټ د استعمال لپاره سټینډرډ یوزر جوړ کړی.

لیکوال: عابد پوپل

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close