ورزش

کندهار شېخ زاید روزنتون د روزنتونو پېل سوي کرکيټ سيالۍ وګټلې

د روزنتونو د څلورو لوبډلو شېخ زايد، ثنا، عبدالاحد کرزي او کندهار او تولنيزو چارو رياست د روزنتون لوبډلو ترمنځ د کرکيت سيالۍ ۷ ورځي وړاندي پېل سوې، چي پرون پایته ورسېدې.

په وروستۍ لوبه کي شیخ زاید روزنتون د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه په ۳ منډو وګټل او لومړی مقام یې خپل کړ.

د کندهار د کرکيت امر جاويد کاکړ ویلي، چي  د کار او ټولنیزو چارو ریاست دوهم او عبدالاحد کرزي روزنتون دریم مقام تر لاسه کړی دی.

د سياليو په پای کي د ټورنمنټ غوره لوبغاړي، غوره کیچ نیونکي، د ټورنمنټ اخلاقي لوبغاړي، د ټورنمنټ اخلاقي لوبډله هم اعلان سوه او د  لوبي غوره لوبغاړي؛ لومړي، دوهم او دریم مقام ته کپونه او جايزې هم ورکول سوې.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close