ټیکنالوجي

ګوګل خپله د خپل راتلونکي ځیرک موبایل ځانګړني افشا کړې

ګوګل کمپنۍ له یوې مودې څخه د ګوګل پکسل۴ په ارزان بیه بڼه چي ګوګل پکسل۴ اې (Google Pixel 4a) نومول سوی کار کوي، خو دغه کمپنۍ له دغه ځیرک موبایل څخه پرده پورته کولو څخه وړاندي په خپله د دغه ځیرک موبایل ځانګړني افشا کړې.

د یادوني ده چي ګوګل کمپنۍ له دې وړاندي د ګوګل پکسل۳ او پکسل۴ ځانګړني، ډیزاین او د وړاندي کېدو نېټه هم په خپله افشا او مینه‌والو سره شریکه کړې وه.

که څه هم دغه ځیرک موبایل به د مې په میاشت کې کاروونکو ته معرفي شي، خو ګوګل کمپنۍ له اوس څخه د دغه ځیرک موبایل سوداګریزې خبرتیاوې جوړې کړي.

د ګوګل پکسل۴ اې دغو سوداګریزو خبرتیاو کي چې د اېون بلاس له لوري خپاره شوي د دغه ځیرک موبایل بشپړ ډیزاین ښودل شوی دی.

دغو معلوماتو او افشا شوو تصویرونو پر بنسټ، پکسل۴ اې به شاتنۍ برخه کې یوه کامره ولري.

دغه ځیرک موبایل مخکینۍ برخه کې هم یوه کامره لري چې د پنچ هول په بڼه مخ‌پاڼه کې ورکړل شوې ده.

دغو سوداګریزو خبرتیاو کې د دغه ځیرک موبایل بیه هم په ډاګه شوې.

د دغه ځیرک موبایل ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به ۳۹۹ امریکايي ډالر وي.

د ګوګل کمپنۍ ځیرک موبایلونه د خالص انډرایډ عامل سیستم او پیاوړې کامرې لرلو له امله بې شمېره مینه‌وال او کاروونکي لري، خو ګوګل پکسل۴ بیا د ناوړه ډیزاین او ځانګړنو له امله د کاروونکو تود هرکلی سره مخامخ نه سو.

سرچینه : نړۍ نیوز

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close