زما ویاړ

نصیر احمد روښان

” نصیر احمد روښان” د محمدرسول  زوی ۲۷ کاله مخکي  د کندهار ښار شپږمه ناحیې کي زېږېدلی دی.

مکتب یې ویلی دی خو د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون نه سي ویلای.

دی تر اتو  ډېر کلونه په کندهار ښار کي د یخچال – اوبو او کالو ماشینونه جوړوي – انتیک انتیک نوښتونه کوي او تر خلګو د خپل کسبي خیر په رسونه کي تر هر چا ډېر سخاوت لري.

نصیر احمد روښان د خپل کسب پر ډیرو کمالونو برلاسی بلل کیږي او په ټولنیزه میډیا کي هم ښه نوم لري.

دی د خپلی کسبي وړتیا راز  خپله سخته علاقه بولي او وايي تر دې مخکي یې درې کاله د موټرانو مستریتوب کړی خو هغه کار ته یې شوق نه درلود نو ځکه ترې پاته هم سو.

دی وايي اکثره وخت چي يو شی په چکوش وهم ګوته مي ووهل سي ،يا اکسيجن کي مي لاس وسوځي ،لاسونه تور کالي تور ،کله کله مي بدن دومره خولې وکړي چي خپل له ځانه مي بد وسي مګر بيا هم  د خپل حلال  رزق  سره دومره د خوشالۍ ارامۍ او سکون احساس کوم چي حد يې نسته .

” نصیر احمد روښان ” شپږ میاشتي مخکي واده کړی  – څلور وړونه څلور خوندي لري –یو ورور یې دده په دوکان کي دده سره ورسره دی ، مشر ورور یې د موټرانو مستري دی او یو بل ورور یې هم دده غوندي جلا دوکان لري.

دی د نازیې اقبال او شفیق مُرید سندري خوښوي، طنزیه او خندانه طبیعت لري او د ښه ملګرتوب خاص خصلت یې د هر چا پام ځانته ور اړوي.

دده د کسب  په باب نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close