ادب

د سمندر دعا

(د سمندر دعا) یوه لنډه کیسه ده چي د یو لیک په شکل لیکل سوې.

دې لیک کي یو سوریایي پلار له خپل ماشوم سره په داسې حال کې خبره کوي چې سمندري مهاجرت ته تیاری نیسي.

د دې لنډې کیسې په لومړې برخه کې یاد پلار د حمص ښار په اړه خپل ماشوم ته معلومات ورکوي: دا چې پخوا کې حمص یو اباد ښار و او خلک په اسانۍ سره دلته یې ژوند کاوه. د کیسې پاتې برخه د مظاهرې او جګرو څخه خبره کوي.

د همدې جګرې په خاطر دی چې اوس دوی غواړي اروپا ته ولاړ سي او ځان وژغوري.

خالد حسیني دا کتاب الان کوردي ته ډالۍ کړې.

الان کوردي یو درې کلن سوریایي ماشوم و چې جسد یې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په میاشت کې د مدیترانې په سواحلو کې پیدا شو.

الان او کورنۍ یې غوښتل چې یونان ته ولاړ شي.

د الان کوردي د جسد عکسونه ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

خالد حسیني په ۲۰۱۳ کال کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلی و چې (د کډوالو د ستونزو په برخه کې له زغم څخه کار واخیستل شي.)

د خالد حسیني دا لنډه کیسه اوس د یو انځوریز کتاب په شکل چاپ سوې.

د دې کتاب پښتو ژباړونکې نجیبه لېمه ده.

خالد حسیني په ۱۹۶۵ کې کابل کې زېږېدلی.

هغه په ۱۹۸۰ کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجر شو.

حسیني تر اوسه پورې درې ناولونه خپاره کړي: «ګډي پران باز»، «یو زر ځلانده لمر» او «او غرونو آزانګې ورکولې».

خالد حسیني په امریکا کې اوسېږي او د ملګرو ملتونو د نېکو هیلو سفیر دی. د خالد حسیني موسسې جګره ځپلو خلکو ته بشري خدمات برابروي.

کډوال نیوز

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close