اقتصاد

په ارغنداب کي بې کيفيته پروژو کرنيزي مځکي له ګواښ سر مخ کړي

د سېلابونو او سنديزو اوبو څخه د کرنېزو مځکو او باغونو د ساتني په موخه درې کاله وړاندي د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د سېند پر دواړو غاړو د ۳۱ کيلومتره په اندازه استېنادي دېوال جوړ سو، خو د ټيټ کيفيت او د پروژې د نه څارني له امله اوس ددغه دېوال زیاتي برخي زيانمني او لمنځه تللي دي.

کروندګر وایي د دېوال خرابېدونکي حالت د دوی سلګونه جريبه کرنيزي مځکي او باغونه د خطر سره مخ کړي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالي، چي د کرنيزه اړخه ددې ولایت د اقتصاد لپاره ځانګړی اهمت لري اوسېدونکي يې د کرنيز سکټور د پياوړتیا لپاره د ترسره کېدونکو پروژو پر کيفيت ټنګار سره وایي، چي ددې ولایت د کرنيزو محصولاتو لپاره پروژې دي په لوړ معيار مدیريت سي.

کندهار کي د کليو او پراختيا وزارت ولایتي استازي هم د ارغنداب سنيد پر غاړو د ۲۲ مېلونو ډالرو په ارزښت د استينادي دېوال پروژه کي ستونزي مني؛ خو ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د سېند له تله د ساختماني چارو لپاره د ريګو او ډبرو په اېستلو د پروژې په وړاندي په خنډ جوړونه تورنوي.

کندهار ولایت کي په پرمختيایي او عمراني چارو کي له وخت د ترسره کېدونکو پروژو پر کيفيت نيوکي کیږي.

موده وړاندي ددې ولایت د ولایتي شورا غړو د هغو پروژو د بندېدو ګواښ کړی وو، چي د ټيټ کيفيت له امله بې دوامه پاته کیږي.

ولایتي ادارې بيا ویلي، چي د پروژو کيفيت ترسره کېدونکو قرادادونو کې لومړيتوب دی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close