ادب

ژوند لکه د زړه ګراف

لیکنه : رفیق خاورین

مونږ ژوند ته خپل خاص او ځان ته منحصر لید لرو. که له هر چا وپوښتو چې ژوند یعنې څه، نو د شخصي تجربو، د علم د سطحې، ټولنې ماهیت او حتی خپل مسلک نه په اغیز به هغه، په یوه نه یوه بڼه، له نورو کسانو نه په لږ یا زیات توپیر راته تعریف کړي.

د مسلک ټکی مې ځکه یاد کړ چې زه ډیر ځله له داسې اشخاصو سره مخ شوی یم، چې کله د ژوند په اړه غږیږي نو ژبه یې زیاته مسلکي او له خپل هنر او پیشې نه متاثیره وي.

یو وخت د یوه موټروان سره ناست وم، په خبرو خبرو کې دا خبره وکړه چې ژوند دی نو، ژوند لکه د موټر چلول داسي وي. ځینې وخت لاره صافه او مناسبه وي چې سړی چټک لاړ شي، بعضاً بیا لاره صافه او پخه نه وي، نو ښه دا وي چې سړی ورو او اهسته لاړ شي، یو نیم وخت بیا لاره نه یوازې دا چې خرابه وي بلکې خطرناکه هم وي، سرک د غره له منځه تیر شوی وي، دلته که احتیاط ونشي د ټول ژوند د هلاکت ګواښ هم وي. ژوند هم عیناً همداسې ماهیت لري، بعضاً شرایط او حالات داسې وي چې د انسان ژوند له خوښیو او وضاحت نه ډک وي، بعضاً ابهام او مأیوسي او خپګان غلبه کوي، ځینې وخت ژوند کې شرایط او اوضاع داسې وي چې د یوه غلط ګام اوچتول، د یوه غلط تصمیم نیول مو تمام ژوند ګواښلی شي.

نو دلته د ژوند سره د لاس او پنجې نرمولو هنر د یوه موټروان په نزد لکه د موټروانۍ هنر غوندې دی، حالاتو ته په کتو باید خپل تصمیم ونیسو.

موټروان ته د ژوند تشبیه کول لکه موټروانۍ سره ځکه اسان و چې نوموړی له بل هر چا زیات له موټروانۍ سره بلد و، موټرواني دده مسلک و او همدا و چې د مسلک له عینکو یې په ښه توګه کولی شول د ژوند په اړه وغږیږي.
یعنې زمونږ مسلک زمونږ په دنیا‌لید او طرز تفکر کې دومره اساسي رول لوبوي.
د موټر وان دا خبره پرون د یوه فلم د کتلو په وخت یاد ته راغلله. په فلم کې هم د یوه ورته پیښې په لیدو مې دې موضوع ته پام شو.

د فلم یو لوبغاړی چې د کرکټ د لوبې مینوال و بل کس ته چې هغه هم د کرکټ په دنیا کې ښکیل و او د خپل ژوند، راتلونکي او سختیو نه یې شکایت کوو، داسې ځواب ورکړ:

ژوند هم لکه کرکټ او په ځانګړې توګه د توپ‌وهلو د هنر غوندی دی. د توپ وهلو هنر د توپ په څرنګوالي پورې تړلی دی. توپ وهونکی باید توپ ته په کتو تصمیم ونیسي چې څه ډول اقدام وکړي.

یو نیم توپ فول ټاس وي او ددې ډول توپ د لوبولو بهترینه لار د هغه وهل او لوبول دي، بعضاً توپ داخل ته درتاویږي(این سوینګ) د هغه بال وهل خطرناک دي نو باید ودرول (سټاپ) کړای شي او ځینې وخت بیا بال یارکر(د پښو او بیټ) ترمنځ وي. دا توپ که څه هم د فول ټاس غوندې ښکاریږي خو اصلاً ډیر خطرناک وي او لږه بې غوري دې هم په سوځیدلو تمامیدلی شي.

ژوند هم همداسې دی. ټول توپونه فول ټاس نه وي چې توپ وهونکی دې پرته له ویرې هغه ولوبوي.
ژوند هم باید همداسې لکه توپ وهنه ترسره کړو، بعضاً تیز لاړ شو، اقدام وکړو، تغییر ته غاړه کیږدو، خوښۍ ولمانځو، ځینې وخت باید درد، نا آرامي، آذیت او عذاب هم ومنو، بعضاً باید ساکت او غلي اووسو تر څو شرایط سم تشخیص او تعریف کړای شو.

ددې خبرې په اوریدلو سره مقابل شخص چې ډیر مأیوسه او د ژوند د سختیو له امله نهیلی شوی وي، ددې خبرې یا نصیحت په اوریدلو سره ډیر خوښ شي او انرژي واخلي.
که دغه کس د ژوند د ماهیت په اړه په فلسفي یا شاعرانه ژبه او یا حتی د پورته موټروان په ژبه غږیدلی وای، شاید په مقابل کس باندې یې دومره اغیز نه وی کړی. ځکه دده مسلک کرکټ و او د همدې مسلک په ژبه ده ته د ژوند ور معرفي کول دده لپاره ښه د درک وړ و.

دلته بیا ویلی شو چې مسلک مونږ ته د ژوند په راپیژندلو کې څومره رول لري.

همداسې د نورو مسلکونو وګړو نه که د ژوند د څرنګوالي په اړه وپوښتو هغه هم په یوه نه یوه بڼه د خپل مسلک لغات او اصطلاحات د تشبیهاتو په توګه کاروي او هڅه کوي له همدې لارې مونږ ته ژوند را وپيژني او په واقعیت کې دوی هم له همدې دریچې نه زندګي ته ورګوري او له همدې لارې یې پیژني.

یو بل ښه مثال یې د یوه طبیب لید کیدای شي چې نسبت زندګي ته یې لري. ډاکټر شاید د ژوند په باب درته ووایي، چې زندګي لکه د زړه ګراف داسې وي، لوړې او ژورې، پورته او ښکته تګ معنا پکې ښیندي. همدا کږې وږې لیکې د ژوند یو بهترین تصویر دی. هر کله چې د زړه ګراف له دې نوساناتو ولویده، یونواخته او مستقیم شو، پوه شه چې د زړه کار پای ته رسیدلی. زندګي هم هغه وخت چې بې ښو او بدو، بې ټیټو او جیګو شي، بې ماتو او بریاوو شي، نو زندګي نه بلل کیږي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close