اقتصاد

کندهار کي اقتصادي څېړنيز مرکز جوړيږي

دغه مرکز د کندهار د معدنونو او صنايعو خوني په نوښت جوړیږي او موخه یې د اقتصادي فرصتونو د پېژندني او پراختيا په اړه څېړنه ده.

د کندهار د معدنونو او صنايعو خوني مرستیال نعمت الله نعمت په دې اړه تېره ورځ د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مسوولینو سره د رضاکاره ځوانانو د جذب په برخه کي ناسته کړې.

د کندهار د باختر اژانس پر فسبوک پاڼه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د کندهار د معدنونو او صنايعو خونه غواړي د کندهار پوهنتون، خصوصي پوهنتونونو او نورو اړونده دولتي او خصوصي ادارو سره په ګډه، د کندهار ولایت صنایعو او معدنونو خوني په نوښت، ګډ اقتصادي څېړنیز مرکز جوړ کړي.
سرچينه د ښاغلي نعمت له قوله وایي، چي ددغه مرکز له رامنځته کېدو څخه د کندهار د اقتصادي سرچينو پېژندنه او په اړه یې ځېړنه کول دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close