ورزش

په هيواد کي د کرکيټ تمرينونو ته اجازه ورکول سوه

د کرکيت بورډ ادارې نن په خپره کړې اعلاميه کي ویلي، چي د روغتیا د نړيوال سازمان او د هيواد د روغتیا وزارت د لارښونو پر اساس د کرکيټ نړيوالي شورا په سپارښتنه په ټول هيواد کي د کرکيټ د پياوړتیا لپاره د تمرينونو لړۍ راپېل کړه.

اعلاميه وایي د کرکيټ ټول تمرينونه به په اکاډميو کي د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره د روغتیایي سپارښتونو په مراعت سره ترسره کیږي.

په اعلاميه کي د تمرينونو د پېل موخه د کرکيټ د راتلونکو سياليو لپاره چمتوالی ياد سوی.

په هيواد کي د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د نورو لوبو په څېر د کرکيت لوبي هم په ټپه درېدلي وي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close