زما ویاړ

شفیع الله حبیبي

پیژندګلوي :

شفیع الله حبیبي د علاوالدین زوی د کندهار اوسېدونکی او په۱۹۹۲زېږدیز کال د لښکرګاه ښار په یوه روڼ انده کورنۍ کي زېږېدلی دئ.

لومړنۍ زده کړي یې د کندهار ولایت په بېلابېلو شخصي او دولتي تعلیمي مرکزونو کي تر سره کړي دي.

په کندهار ولایت کي د میرویس مېني شهید عبدالقدیم پتیال عالي لیسې څخه په ۲۰۱۱م زېږديز کال کي په اعلی درجه فارغ سوی دئ.

حبیبي له ۱۵ کلونو راهیسي په دوامداره توګه په انګلیسي ژبه زده کړي تر لاسه کوي او همدارنګه د څلورو کلنو لپاره یې په بېلابېلو تعلیمي مرکزونو کي د انګلیسي ژبي تدریس کړی دئ.

له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته یې د افغانستان په اسلامي بانک کي د دوو کلونو لپاره دنده تر سره کړې ده.

له هغه وروسته په ۲۰۱۴ زېږديز کال کي هند هیواد ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ.

حبیبي په هند کي د ارواپوهني په برخه کي لوړي زده کړي تر لاسه کړې او د پوهنتون په سطحه يې په ټوله دوره کي لومړي مقامونه تر لاسه کړي دي او هلته يې د زده کړو پر مهال بېلابېل ستاینلیکونه او جایزې ګټلي دي.

په هند کي يې په بېلابېلو سیالیو، علمي کنفرانسونو او تعلیمي پروګرامونو کي ونډه اخیستې ده، یو له هغو څخه د هند د پونې په ښار کي د نوموتي رواني ډاکټر یا سایکایاټریسټ چاندورکر (Dr. Chandorkar) سره عملي دنده تر سره کړې ده او د بېلابېلو رواني ناروغیو د تشخیص په اړه یې معلومات تر لاسه کړي دي.

له دې سره-سره، حبیبي په څلورو داخلي او بهرنیو ژبو خبري کولای سي.

حبیبي په ۲۰۱۷ زېږديز کال کي د یو څه مودې لپاره د کندهار ښار په دولتي پوهنتون کي په افتخاري توګه د ارواپوهني د استاد په توګه دنده تر سره کړې.

نوموړی اوسمهال په کندهار ولایت کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه کي د جنايي ارواپوهني د استاد په توګه دنده تر سره کوي.

دی د خپل مسلک په لیکوالۍ کي هم ځلیدلی دی د جنايي ارواپوهني په نوم کتاب یې لیکلی چي ۱۳ برخي لري لسي برخي پر عمومي ارواپوهنه بحث کوي او درې نوري برخي پر جنايي او جنسي ارواپوهنه باندي لیکل لیکل لري.

حبیبي واده کړی دی یو زوی لري او په سندرو کي یې د شکیب سوزان ږغ خوښ دی.

دده په تړاو  نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close