ورزش

کرکيټ نړيوالي شورا سره د افغانستان بشپړه ملګرتیا درې کلنه سوه

افغان کرکټ ټیم په ۲۰۱۷م کال کي د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه د بشپړ غړیتوب څښتن سو او دا ورځ د افغان کرکټ بورډ، افغان لوبډلې او ټولو افغانانو لپاره د ویاړ یوه ډکه ورځ وه.

افغان کرکټ بورډ نن دوشنبه د دې ورځې خاصه ستاینه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې کړې.

بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې په دې تړاو لیکلې: «ښکلې او د پام وړ شېبې! افغانستان له نن څخه درې کاله وړاندې په همدې ورځ د کرکټ نړیوالي شورا بشپړ غړیتوب او د ټیسټ لوبو مقام ترلاسه کړ»

یاد غړیتوب په اساس افغان لوبډله کولای سي رسمې ټیسټ لوبې او د پياوړو لسو هیوادونو په وړاندې د کرکټ لړۍ ترسره کړې.

تر بشپړ غړیتوب وروسته افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه ۴ نړیوالي ټیسټ لوبې ترسره کړي، چي لومړۍ هغه یې هند، دوهمه یې دایرلینډ، درېیمه یې د بنګله دېش او څلورمه ټیسټ لوبه یې بیا د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړې ده.

افغانانو ایرلینډ او بنګله دېش ته په یادو ټیسټ سیالیو کي ماته ورکړې، خو له هند او ویسټ انډيز هیوادونو څخه یې بیا ماته منلې ده.

ټاکل سوې افغان لوبډله خپله رسمې پنځمه ټیسټ لوبه په روان کال په نومبر میاشت کي د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې سره د اسټرالیا په کوربتوب ترسره کړي.

افغانستان ته د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې ۹م ځای ورکړل سوی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close