ورزش

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې درې لوبغاړي په کورونا اخته سوي

ټاکل سوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او بیا درې ټیسټ لوبې ترسره کړې.

د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي.

پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چي انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي.

پرون دوشنبه د پاکستان ټولې لوبډلي د کورونا ټيسټ ورکړ، چې د دریو لوبغاړو شاداب خان، حیدرعلي او حارث روف د کورونا ټیسټونه مثبت وختل.

د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کی مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور تر غاړې ده.

انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.

همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

دا ټولې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کېږي.

ټاکل سوې پاکستانۍ لوبډله د دوهم ځلې لپاره سبا چهارشنبه بیا د کورونا ټيسټ ورکړي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close