ادب

چارلي چاپلین

د چارلي چاپلین کتاب، د ده لومړی اثر دی چې پښتو ژبې ته اسماعیل آشنا ژباړلی او راټول کړی دی.
چاپلین په یوه وینا کې وایي” ما ډېره هڅه وکړه چې خلک پوه شي، خو خلکو به یوازې خندل او بس.”

نو لازمه ده چې موږ یې هم وپېژنو او په موسکۍ شونډو یې تېر نه‌وځو. د دې سړي ژوند سراسر له کړاوونو او تکلیفونو ډک تېر شوی دی.

چاپلین یو کلن و چې مور او پلار یې جلا شول، ژوند یې ډېر تریخ شو. چاپلین، سیدني د چاپلین ورور او مور یې دې ته اړ شول چې فقیرخانې لاړ شي. څه موده وروسته یې مور له ډېرې بېوزلۍ لېونۍ کېږي او دوی یې د هان ول یتیم خونې ته ولېږل

په دې کتاب کې د چاپلین لنډه پېژندګلوي، کورنۍ، ژوند، آثار، ویناوې، له مشهورو نړۍ‌والو کسانو سره لیدنه او د امریکا څخه جلا کېدل پکې لوستلی شئ.

د کتاب په لومړۍ برخه کې د چاپلین ژوند ته کتنه شوې چې له څومره ربړو او ستونزو سره مخ شوی دی.
دویمه برخه کې د چاپلین اړیکې له نړۍ‌والو مشهورو کسانو سره، لکه: البرټ انشټین، چرچېل، ګاندي، ویل دورانت، ژان پل سارتر، جواهر لعل نهرو
راوړل شوې دي.
د کتاب په درېیمه برخه کې د چاپلین فکر، شغل، ویاړونه، د چاپلین لیکلي او فلمي اثار او تر مړینې پورې، خانګړې شوې ده.
څلورمه برخه کې د چاپلین کورنۍ، زوی او لور ته لیکونه، اوږدې او لنډې ویناوې راټولې شوې دي.
د کتاب په اخر کې د چاپلین انځوریز البم دی چې له مور او پلاره یئ ونیسه ان د ده د قبر تر انځوره.

د چاپلین څو لنډې ویناوې:

په سلو کې ډېر کم شمېر انسانان نوي کاله عمر کوي، نور ټول هماغه یو کلن عمر نوي ځله تکراروي.
په یو بل پسې مه خاندئ؛ له یو بل سره وخاندئ.
هېڅکله د ماشومانو ډالډالۍ مه ردوئ.
کله چې مو له دوو نفرو سره مینه لرله نو په دې دواړو کې دویم نفر انتخاب کړئ، ځکه که تاسو رښتیا هم له لومړني نفر سره مینه لرلی، نو دویم به مو نه پیدا کاوه.
ښایي ژوند هغه څه نه وي چې تا یې تمه لرله؛ خو اوس چې ورته رابلل شوی یې، نو چې کولای شې خوند ترې واخله.
زه په خپل ژوند کې ډېرې ستونزې لرم، خو شونډې مې نه دي خبرې، هغه موسکۍ وي.

#نوټ: که د چاپلین ژوند هر څومره بخت تېر شوی، خو له لیکلو یې لاس نه دی اخیستی.
عاقب عمر

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close