ورزش

کریس ګېل دا ځلې د خپل هیواد په کورنیو سیالیو که نه لوبیږي

د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې د وخت تکړه او نوموتي لوبغاړي کریس ګیل دا ځلې د ویسټ انډیز هیواد په کارابین کرکیټ لیګ کې د نه لوبېدو خبر ورکړی.

کریس ګېل په تېره میاشت کې د سینټ لوسیا زوکس کرکټ لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ، تر څو د ویسټ انډيز هیواد په کارابین کرکټ لیګ کې سږنی کال هم ولوبیږي.

خو ګېل تازه سینټ لوسیا زوکس لوبډلې ته یو لیک استولی و، چي ورڅخه غوښتې وه، سږ کال نسم کولای د کورنیو ستونزو له امله په یاد لیګ کې ولوبیږم.

له هغه وروسته یادي لوبډلې د دوشنبې په ورځ لیک لاسلیک کړی و او د کریس ګېل غوښتنه یې ومنله.

کریس ګېل ویلې زه یوې وقفې ته اړتیا لرم او غواړم د خپلې ځواني کورنۍ سره وخت تېر کړم.

د ویسټ انډيز هیواد د کرکټ کورنی لیګ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلیږي او د سيپتمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسیږي.

په دې سیالیو کي ۶ لوبډلې ګډونوالي دي، چي د ټولو لوبډلو لوبې به یې د کورونا له امله د ویسټ انډيز حکومت تر څارنې لاندي ترسره سي.

کریس ګېل په داسې مهال د ویسټ انډيز کورني لیګ اتم پړاو سیالیو کي د نه لوبېدو پرېکړه کړې، چي هغه د یادو سیالیو تر ټولو مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

ګېل توانېدلی، چي یادو سیالیو کي ۲۳۵۴ منډې جوړې کړې.

کریس ګېل اوس ۴۰ کلن دی او ۵ کلونه نور یې د کرکټ کولو پرېکړه کړې.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close