ادب

ملي هنداره

د محمد ګل نوري مرحوم د پښتنو د فولکلوريکو اسطورو پانګه ‘ملي هنداره’ په درې ټوکه کښې خپره سوې وه.

اول ټوک یې په ۱۹۳۹ کښې ، دوېم ټوک یې په ۱۹۴۶ کښې او درېم ټوک یې په ۱۹۷۳ کښې خپور سوی ‌ؤ.

پښتو نړيوالې مرکې کندهار کي د مطيع الله روهیال په زیار درې سره ټوکه په یو ټولګه کښي په ۲۰۱۷ کښې کښې خپاره کړل.

فوالکلور او اسطورې د یو ملت، قام او ټولنې لرغوني مناسبات، تاريخی ريښې، جهاني ليدلوري او ټولنيز اززښتونه روښانه کوي. دا د یو ملت او ټولنې تدريجي وده او ټولنېزه اروا هم په ګوته کوي نو ددې راغون‌‌‌‌‌‌ډول او خوندي کول ستره ملي وظيفه ګڼل کيږي.

نوري مرحوم ‘ملي هنداره’ کښې د پښتنو دغه لرغونې پنګې راغون‌‌‌‌‌‌ډلو د پاره څو لسېزې ‌‌‌‌‌‌ډېر مشقت ګاللی دی او په لوې دیانت یې دغه پنګه راروان نسلونو، محققېقينو، بشر پوهانو او ټولنپوهانو د پاره خوندې کړې ده. پښتون ملت ته دغه پنګه د نوري مرحوم لویه پېززوینه بللی شو.

د ملي هندارې په باب استاذ محمد معصوم هوتک خپله رایې داسې څرګنده کړې ده:
“زه چې د پښتو نکلونو د ثبت کار ته ګورم نو تر ټولو وړومبی راته ‘ملي هنداره’ مخې ته راځي.

یو علت به ښايي دا وي چې زما سترګې وار د واره د نکلونو په همدې کتاب روښانه سوي دي.

له دې کتاب سره مې د وړکتوب ‌‌‌‌‌‌ډېرې خوږې خاطرې تړلي دي.

خو خبره یواځې په همدې ځای نه دريږي. کله چې مې په نسبي ‌‌‌‌‌‌ډول د نکلونو د نورو کتابو د لوستلو موقع موندلې ده او بیا مې د هغو د ثبت کار له’ملي هندارې’ سره پرتله کړی دی، راته ثابته سوې ده چې ‘ملي هنداره’ د پښتو د نکلونو د کتابو په سر کښې راځي. او پر څنګ مې پر دې خبره هم سر خلاص سوی دی چې د ‘ملي هندارې ‘ مقبولیت د هغې د راټولونکي محمد ګل نوري (۱۹۸۳ مړ) له شخصیت او اهلیت سره تړلی دی.”

خادم حسېن

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close