اقتصاد

هلمند نهر سراج کي بې کېفيته توکي وسوځول سول

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ ښاروال سردار ولي بارکزی وايي دا لومړی ځل دی چې پدې ولسوالۍ کي د ټيټ کېفيته توکو او درملو د ټولولو کمپاين ترسره کیږي.

نوموړی وایي راټول سوي خوراکي توکي او درمل لس ټنه کیږی او د يوې مياشتي په ترڅ کي راټول سوي دي.

بارکزی وایي ياد توکي پرون د يوه پلاوي په حضور کي وسوځول سول.

د هلمند په ګډون د بې کېفيته خوراکي توکو او درملو شتون په ټول هيواد کي له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close