خبرونه

د کرونا ضد ډاکټرانو معاشونه تر دې وروسته نه ځنډیږي

وروسته له هغه چي طبي شورا شکایت وکړ چي د کرونا پر ضد نرسان او ډاکټران بې معاشه اخته دي اوس ولسمشر حکم کړی چي ژر ترژره ددې روغتیايي مبارزینو حقوق ورته ورکړل سي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي اشرف غني پرون د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي او د افغان ـ جاپان او محمد علي جناح روغتونونو د مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لاري خبري وکړې.

سرچینه وايي په دې خبرو اترو کي د یادو روغتونونو پرسونل ته د نا اجراء سوو معاشونو په اړه  جدي تصمیم ونیول سو.

ولسمشر غني همداراز مسؤلو ادارو ته ویلي چي له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له امکاناتو او وسایلو د ناوړه استفادې په اړه راپورونه په جدیت ورازوي او د بلټنو پایلې دي ورسره شریکي کړي.

تر دې وړاندي په مرکز او ځینو ولایتونو کي د کرونا پر ضد بېله سوې بودجه د فساد ښکار بلل کیده او خلګو دولتي مسولین ددې بودجې په مصرفولو کي په فساد تورنول.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close