خبرونه

ارغنداب کي د دهلې د اوبو د تنظيم په موخه ميرآبانو ناسته وکړه

د دهلې بند له اوبو څخه د کندهار د شاوليکوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، ژړۍ او پنجوائي ولسوالیو د کروندو د اوبولو لپاره کار اخستل کیږي.

د ارغنداب ولسوالۍ د عامه اړیکو له برخي په خپره سوې اعلاميه کي راغلي، چي په دې ناسته کي د ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو مېرآبانو او د اوبو رسولو ادارې استازو برخه اخستې وه.

سرچينه وایي ناسته پرون ترسره سوه او پرېکړه وسوه، چي له دې وروسته به د فصلونو د زيان د مخنیوي لپاره د دهلې بند اوبه په مساوي ډول د ميرآبانو لخوا مديريت کیږي.

په ناسته کي د کرنيزو اوبو پر مديريت او د ميرآبانو او چارواکو پر همږغۍ هم ټنګار سوی.

خبرپاڼه د ارغنداب د ولسوال محمد شريف رسولي او ددې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا د رئیس حاجي محمد سلطاني په حواله د ورته نورو ناستو او همږغيو د دوام خبره کوي.

مسوولين وایي دا ډول ناستي به د اوبو د تنظيم او له دې برخي د پېښېدونکو ستونزو په مخنیوي کي ګټوري تمامي سي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close