خبرونه

خلیلزاد او اروپايي ټولني حقوقي فعالان وژل غندلي

پرون سهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دوه افغان کارکوونکي په کابل کي د دوی پر موټر د یوه مښلول سوي مقناطیسي ماین په چاودنه کي ووژل سول.

نن سهار د افغان سولي دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا وژنه غندلې او ویلي یې دي چي روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی او باید ژر تر ژره د سولي په خبرو جګړه ختمه سي.

خلیلزاد وايي د بشر حقونو کمېسیون د ۲ کارکوونکو وژنه ناانساني عمل دی.

طالب وسله وال وايي د بشري حقونو دخپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو په وژنه کي دوی لاس نه لري.

بل پلو اروپايي ټولني او ملګرو ملتونو  هم دا برید غندلی دی.

د اروپايي ټولني استازي رونالد کوبیا ویلي د دوحې تر تړون  وروسته لا هم طالب وسله والو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او دا کار د انديښنې وړ دی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close