ادب

د خلکو په چوپتيا کي د قاتل ګناه سي پټه

هر څه مناسبت لري تر خپلي اندازې

سي ډېر زيات سره لیري، چي سي ډېر سره نیږدې

د تندي په خړوپ پسي خو هر چا منډه کړې

خو يو نيم رسېدلی غړپ يې کړی له چينې

د خلکو په چوپتيا کي د قاتل ګناه سي پټه

باچا يې پر سينه دپاسه وټومبي تمغې

چا څه ورسره وويل چا کوم حساب پرې وکړ؟

لاسونو کی خو ډېرو اړولي دي تسبې

ژوند څه دی بس همدا شېبه ده نور نو خدای خبر

راځه چي سره وخاندو او کښېنو څو شېبې

شاعر: ذبيح احساس

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close