زما ویاړ

عصمت الله زاهد

لنډه پیژندګلوي :

انجنیر ” عصمت الله زاهد ” ماسټر ټرینر ، غوره مدیر  او د عصري زده کړو باتجربه روزونکی دی.

انجنیر عصمت الله زاهد د حاجي امان الله زوی په ۱۹۹۰ میلادي کال د سپټمبر پر ۴ مه د کندهار ښار دوهمه ناحیه کي زېږېدلی دی.

په ۱۳۸۹-۱۳۹۰ لمریزکلونو له ظاهرشاهي لیسې فارغ سوی او په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ میلادي کلونو یې د کندهارپوهنتون کرني پوهنځي اګرانومي ډیپارټمنټ څخه د لیسانس سند تر ګوتو کړی دی.

عصمت الله زاهد دلوی احمد شاه بابا علمي او کلتوري مرکز له هغه بریالیو او په نومره لوړو زده کوونکو څخه و چي  له دې درو (انګلیسي ژبي، مدیریت او کمپیوټر )تر فراغت وروسته یې په یوه کور کي دعصري زده کړو مرکز جوړ کړ او خلګو ته د خدمت په موخه یې زده کوونکي روزل .

عصمت زاهد چي دا وخت د افغانستان علمي او پرمختیايي مرکز مشري پر غاړه لري  ۱۴ کاله د عصري زده کړو ښوونکی توب کړی او د مکتب د مضامینو پر تدریس سربیره یې څو میاشتي د کندهارپوهنتون افتخاري استادي هم کړې ده.

د عصمت الله زاهد رسمي چاره له دولسو کلنو په بیلابیلو انجوګانو یا غیري دولتي موسیسو کي د کار او مدیریت ده چي په دې برخه کي یې بیلابیل کورني او بهرني سفرونه هم کړي دي.

په   ANHAM) (DACAAR) (MC) (AIMS)  (AKF)  (Times Group)  (KCSC)  (WAA)  WWSO او (ACBAR)غیري دولتي موسیسو کي کاري تجربو  زاهد ته لاس ورکړ  چي په اکبر یا د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همږغۍ اداره کي د زون منېجري خپله کړي.

زاهد د ظرفیت جوړوني او منجمینټ ځانګړې وړتیا لري او وايي دلته د علم ګټلو ذهنیت کم خو د پیسو ګټلو ذهنیت پراخ دی.

” عصمت الله زاهد ” په سندرو کي  عبیدالله کندهاری او ارجیت سینګ خوښوي او ډېر کله تر کاغذي کتابونو دبرېښنايي وسایلو په مُټ انلاین مطالعې ته ترجیح ورکوي.

دده دشخصیت په تړاو  نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close