خبرونه

معروف کي جګړه روانه ده

د کندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزی وایي په جګړه کي تر دې مهاله څلور وسله وال وژل سوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بارکزی وایي جګړه د معروف ولسوالۍ په وچه خوړه سيمه کي تېره شپه دوې بجې د وسله والو لخوا د پوليسو پر پوستې له بريده پېل سوه، چي تر دې مهاله روانه ده.

د کندهار د پوليسو ویاند وایي د بريد نورو جزيات به وروسته له رسنیو سره شريک کړي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close