خبرونه

شاولیکوټ کي دري طالبان د خپل ماين چاودني ووژل

چاودنه پر وسله والو پرون ماښام د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د چنار په سیمه کي هغه مهال سوې، چي وسله والو غوښتل پر سړک ماين ښخ کړي.

د کندهار د پوليس ویاند جمال ناصر بارکزی وایي وسله وال د خپل ماين په چاودنه کي ځای پر ځای وژل سوي دي.

مسوولين کندهار کي د خپل ماين په چاودنه کي د درييو وسله والو د وژل کېدو خبر پر داسي مهال ورکوي، چي تېره ورځ د هلمند په واشير کي د ملکي خلکو پر موټر د ځای پر ځای سوي ماين په چاودنه کي ۷ ملکي کسان ووژل سول.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close