اقتصاد

معروف، نېش او غورک کي شپږ پروژې عملي سوې

کندهار کي له اوږدو او شديدو جګړو وروسته په لومړي ځل د اقتصاد رياست مسوولین؛ ددې ولایت په درييو ليرو پرتو او ناامنه ولسوالیو غورک، معروف او نېش کي د پرمختيايي پروژو د عملي کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د اقتصاد رئیس ګل محمد ارين وایي د ماشومانو د نړيوال وجهي صندوق يونسيف په همکاري يې د مېلونونو افغانيو په ارزښت په يادو درييو ولسوالیو کي د څښاک د پاکو اوبو شپږ پروژې عملي کړی، چي ورسره سم سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو د کاروني زمينه برابره سوې ده.

دا په تېرو اتلسو کلونو کي لومړی ځل دی، چي د کندهار ولایتي مسوولین ددې ولایت هغو ولسوالیو ته د پرمختيايي چارو د عملي کېدو په موخه لاسرسی پېدا کوي، چي زياتي برخي يې ناامنه دي.

د کندهار د اقتصاد رئیس همداراز وايي، چي د راتلونکي مالي کال لپاره یې هم  د څه باندي څلور ميليارده افغانيو په ارزښت ۹۷ پرمختيايي پروژې ډيزاين کړي، چي د متوزين پرمختګ پر اساس به؛ په کندهار ښار او ولسوالیو کي عملي سي، چي په ترڅ کي به یې څلور مېلونه کسانو د کار کولو زمينه هم برابره سي.

د کندهار اوسېدونکي د خلکو د اقتصاد جوړوني په برخه کي پرمختيايي پروژې ګتوري يادوي، خو د دوام او کيفيت غوښتنه يې کوي.

که څه هم د کندهار د شمالي باس په ګډون دې ولایت کي ګڼي پرمختيايي پروژې بي برخلیکه پاته دي، خو ددې ولایت مسوولين وایي، چي د سږ کال تر پایه به د ۲ ميليارده او ۶ ميلونو افغانيو په ارزښت ۳۸ نوي او ۳۶ انتقيالي پروژې عملي کړي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close