خبرونه

هلمند کي سړک غاړي ماین چاودني شپږ ملکي وګړي وژلي

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند زمان همدرد وايي تېر ماپښین پر سړک د ايښول سوي ماین چاودني شپږ ملکي وګړي ووژل چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي.

همدرد وايي د واشېر ولسوالۍ په دغه پېښه کي  دوه ملکي وګړي ژوبل سوي هم دي.

تر اوسه ديادي پيښي په تړاو چا څه نه دي ویلي خو بشري بنسټونه ادعا کوي چي سړک غاړي ماین چاودني ډېر کله ملکي وګړي وژني او دوی د جنګ له ښکېلو غاړو غواړي چي د ملکي خلګو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د ماین پاکۍ د بنسټ د شمېرو له مخي د ۲۰۱۹ز کال په دویمه نیمايي کي ۴۷۷ افغانان په لاس د جوړو سویو ماینونو په چاودنو کي وژل سوي دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close