خبرونه

سنګين کي پر دوديز بازار هاوانونه لګېدلي

پېښه نن سهار څه باندي نهه بجې رامنځته سوې ده.

ناتائيد سوي رپوټونه وایي په دې پېښه کی تر ۴۵ پوري کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چي زیاته برخه يې ملکيان دي.

د هلمند د والي دفتر يوه سرچينه يوازي پېښه تائيدوی او د زيان په اړه یې څه نه وایي.

طالبانو بيا په يوه اعلاميه کي دا يو جنايت بللی او ویلي دي، چي د ۲۱۵ مېوند قول اردو د دوهمي لوا لخوا پر سيمه ایزه ميله د (ډي سي) توپونو ويشتل سوي، چي پکښي لسګونه ولسي خلک او کوچنيان وژل سوي او ژوبل سوي دي.

د ۲۰۱۵ ميوند قول اردو قومندانۍ تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close