ادب

زه او منټو؛

لیکنه : عبدالوهاب مومند

دواړه سره د زړه خواله کوو، منټو کیسې وایي او اتي ما ورته په مینه غوږ اېښی یي.

منټو وایي: زه به هغې ټولنې ته څه پرتوګ وګنډم، چې هغه لا له وړاندې لوڅه ولاړه ده. ګڼډل زما کار نه دی، دا د خیاطانو دی. زه لیکوال یم. زما کار لوڅول دي، نه پټول. که زما لیکنې مردارې او لوڅې وي، نو ستاسې ټولنه هم لوڅه ده، ځکه زما لیکنې د همدغې ټولنې کیسې کوي.

د منټو کیسې زیاتره د طنز او ریشخند په ترڅ کې د ټولنیز چوکاټ په پېچلتیاوو پورې خاندي. منټو بل ځای لیکي: هغه ښځه چې ټوله ورځ مېچن ګرځوي او د شپې ډاډه ویده کېږي، زما د کیسو اتله نشي کېدای. زما د کیسو اتله د چکلې هغه د دوو ټکو بدلمنې کېدای شي، چې شپه په ویښه او ورځ په وېروونکو خوبونو باندې تېروي.

کرشن چندر د خپل نژدې ملګري منټو مرګ نه وروسته ددې کتاب په سریزه کې یې داسې ولیکل:

( منټو هغه څوک دی چې د ټولنې تل ته ورښکته شو او د ټولنې له لوري سپکو، ورکو او منزوي شویو کردارونو ته یې د خپل بې جوړې قلم د حقیقت نګارۍ په مټ بیا داسې ژوند ور وباښه، چې سړي ته د ګورکي دیپټس کرکټرونه ور یادوي. یواځې په دې توپیر، چې هغوی د ګورکي په نوم ښارونه، موزیمونه او مجسمې جوړې کړې او موږ پرې د محکمې قضیې وچلولې. له لوږې مو مړ کړ، لېونتون ته مو ورساوه، په روغتونونو مو سرګردانه کړ او بلاخره مو هغه تر دې کچې محدود کړ، چې د انسان پر ځای د شرابو د یوه بوتل ملګرتیا ته مجبور شي ـ یوه ورځ به موږ پر منټو هم فلم جوړوو او په لکونو افغانۍ به پرې ګټو. کټ مټ لکه اوس یې چې په هندوستان کې د کتابونو د غیر قانوني چاپ له لارې ګټو. هغه پیسې، چې منټو ورته په ژوندونې زښته ډېره اړتیا درلوده. هغه پیسې، چې اوس هم د منټو مېرمن او ماشومان له ذلت او حقارته ژغورلی شي. د منټو ژبه بې کچې ترخه وه. د بیان انداز یې اغزن او د نښتر غوندې تېره او بې رحمه… خو تاسې د هغه کنځل، ترخه ژبه، تېره او اغزن توري لږ را وسپړئ… له دننه به یې د ژوند خواږه ومومئ. د هغه په کرکه کې مینه وه، په بربنډتوب کې ستر، د ابرو بایلونکو ښځو په کیسو کې د هغه د ادب عفت پټ ؤ. ژوند له منټو سره انصاف ونه کړ، خو تاریخ به له هغه سره هرو مرو انصاف کوي، ځکه منټو د خپل ټول ژوند زموږ په نامه کړ، خو موږ ورته یوه شېبه هم نه شو ور کولی.)

منټو د اردو ژبې د نوي سبک پنځګر دی، ددې افسانوي لنډې کیسې ډېرې درنې دي او هر څوک یې په اسانۍ سره د هضم توان نه لري. د لوړې کچې د مطالعې خاوند کېدای شي ځان ورسره لږ عادي احساس کړي او د منټو هغه پټې ښکلاګانې رابرسېره کړي خو د ابتدایي مطالعې خاوند ته کېدای شي د منټو کیسې یو اضافي متن او حتی د سات تېرۍ او خندا له له امله یې ولولي، خو نه! داسې نه ده، بلکې د منټو هرې کیسې کې د ژوند یو درس پروت دی.

د سعادت حسن منټو لنډې افسانوي کیسې یو ځل هرو مرو ولولئ!

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close