اقتصاد

په زابل کې داوبو څلور لوي بندونه رغول کیږي.

د زابل ولایت یو له هغه ولایتونو څخه دي چي زیاتي کرهنیزي مځکي لري او خلګ یې تر ډېره په کرهنه بوخت دي.

دا ولایت چي په یوه وچه سیمه کي را ګیر دي اوس یې د اوبو مهارولو لپاره نويی هڅي پیل سوي چي له مخي يې په دې ولایت کي د څلورو نوي بندونو چاري پیلیږي.

ددې ولایت چارواکي وايي، چې ددې بندونو دجوړیدو لپاره لومړې کارونه ترسره سوي، چې په جوړیدو به یې پدې ولایت کې کرهڼه وده وکړي او دا ولایت به دبریښنا له پلوه ستونزه ونلري.

د زابل کرهنیزه ولایت چارواکي وايي، چې دکرهڼي دودي اواوبود مهارولو لپاره یې دڅلورو لویو بندونه دجوړیدولپاره لومړنۍ سروې ګاني ترسره کړي، چې په جوړیدو سره به یې پدې ولایت کې کابو ۴۰ میلیونه متره معکبه اوبه مهار او ۳۶ زره جریبه مځکه به خړوبه کړي.

ددې ولایت والي جنرال احمد ګل رسولي وايي، چې ددې بندونو په جوړښت سره به ۷۷ میګاواټه بریښنا هم تولید شي، چې زابل کې به دبریښنا ستونزه په بشپړه توګه حل شی.

والي جنرال احمدګل وايي ( دغه څلور بندونه به زابل په یوه عایداتي ولایت بدل کړي او دا ولایت به پر پښو ودروي او دغه بندونو به په زرګونه هکتاره مځکه خړوبه کړي او همدارنګه به زابل ولایت د برق څخه هم برخمن کړي)

پرهمدې مهال ددې ولایت داوبو لګولو چارو رئیس ناصر شاه وزېر وايي د۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په مرکز کلات او ولسوالیو کې یې دشپږو لویو او وړو بندونو دجوړیدو کارونه دوام لري او تازه دې ولایت ته څلور نوربندونه هم منظور شوي .

نوموړي وايي : ( دغه څلور بندونه او څو نور چک ډمونه چي اوس یې تدارکاتي پروسه بشپړه سوې ده او چاري پیلېدونکي او هغه پر بندونو ۳۵۴ میلونه افغاني لګښت راځي چي اوس یې د قرارداد چاري شروع دي او ډېر ژر به پر دغه بندونو باندي کار پیل سي.)

پرهمدې مهال ددې ولایت یوشمیر کرونده ګر تمه لري، چې دولت دي دبندونو جوړیدو ته خاصه پاملرنه وکړي.

ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکي او کرونده ګر دوست محمد او همایون وايي، چې زابل ته په تیرو شلو کلونو دبندونو دجوړیدو لپاره  کارندي شوي، چې دوچکالیو له امله یې اوس کروندې او باغونه وچ شوي.

دوئ تمه لري، چې دولت دي داوبو دبندونو په اړه دې ولایت ته خاصه پاملرنه وکړي.

دوست محمد او همایون وايي چي اوس مهال ډېري کورني دې ته مجبوري دي چي د اوبو د نشتوالي له امله نورو سیمو ته کډه بار کړي ځکه سږ کال د اوبو د نشتوالي ستونزه ډېره موجوده ده.

هغوي د دولت څخه غوښتنه کوي چي هر څومره ژر چي کیږي د توري او نورو بندونو د رغولو چاري پیل کړي څو خلګ بیا ځلي خپلو کورنو راوړي او خپلي مځکي کښت کړي.

دوي وايي ډېر خوښ دي چي دولت د اوبو مهارلو په برخه کي کارونه کوي او غواړي چي هغه کسان چي په زراعت مصروفه دي عاید لاسته راوړي.

په زابل کې پداسي حال کې دڅلورو بندونو دجوړیدو خبره کیږي، چې افغان دولت هوډ لري، ترڅو داوبو مهارولو په موخه دهیواد په کچه بندونه جوړ کړي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close