اقتصادخبرونه

د جنګ وروستۍ څپې هلمند کي حاصل ته رسیدلي غنم سوځولي دي

(شنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۰) د هلمند ولايت کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین خبر ورکوي چي د ناوې ولسوالۍ ترڅنګ لښکرګاه ښار ته څېرمه په بولان سیمه کي هم درې ځایه نور د کروندګرو حاصل ته رسیدلي غنم د جګړې له وجي سوځول سوي دي.

تازه د دې ولایت د کرني ریاست د پلان او برنامو عمومي مدیر رفیع لله قلم خبر ورکوي، چي د ناوې ولسوالۍ ترڅنګ لښکرګاه ښار ته څېرمه په بولان سیمه کي هم د یو شمېر کروندګرو حاصل ته رسیدلي غنم د جګړې له وجي سوځیدلي دي، نوموړي همدا راز وويل چي د ۲۳ جریبه مځکي راټول سوی درمند یوازي د تیري شپې د جګړې له وجي د ناوې ولسوالۍ په عينک سیمه کي سوځیدلي دی.

ښاغلي قلم اندېښنه وښودل که په زراعتي ساحو کي جګړه نوره هم دوام پیدا کړي لیري نه ده چي نور حاصل ته رسیدلي غنم به هم د اور د لمبو خوراک سي.

بل خوا پر خواله رسینو ځیني داسي نا تائید سوي معلومات هم خپاره سوي، چي ګواکي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي هم د ګڼو کروندګرو حاصل ته رسیدلي غنم د جګړې له وجي سوځیدلي دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close