ادبخبرونه

کندهار کي د دوو ځوانانو دوه لیکلي آثار له چاپه راووتل

(دوشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۰) محبوب رسول آزاد او رفیع آزاد د پښتو ادب او لیکوالۍ په برخه کي دوه لیکلي آثار د ټولني خدمت ته وړاندي کړل.

د خندا او بریا لس رازونه؛ دا کتاب د رفیع آزاد لیکلی اثر دی.

ښاغلی آزاد د دې کتاب د لیکلو انګېزه بیانوي.

هغه وايي، چي د ټولني د ځوان قشر په تصامیمو کي د قاطعیت نه موجودیت هغه دلیل و، چي زه یې د دې کتاب لیکلو ته وهڅولم.

ښاغلی آزاد وايي، پښتو ژبه کي معمولا کتابونه ډېر مغلق لیکل کیږي او لغات پراني پکښي زیاته وي، چي په خبره يې دا یو بل دلیل و، چي زه يې وهڅولم  ترڅو په ساده او سلیسه بڼه یو اثر ولیکم.

محبوب رسول آزاد یو بل ځوان لیکوال دی.

دی وايي، لیکلی اثر يې په ټولنه کي له ناوړه دودونو د راوتلو د هنر زده کړه ورکوي.

دواړه تاند او ځوان لیکوالان په کندهار کي د نوښتګر خیال په نوم د یوې مشاعرې د یوه پروګرام پر مهال د خپل دې کار له کبله وستایل سول.

د ځوانانو د عالي شورا د جنوب لویدیځ زون غړي حکمت الله صلحي په دې پروګرام کي د خپلو خبرو پر مهال دغه ډول پنځوني د پښتو ادب او لیکوالۍ لپاره لوی کار وګڼئ.

نوموړي له دوی وغوښتل، چي د خپلي ټولني او خلګو لپاره لا ډېر دا ډول اړین او ګټور کتابونه ولیکي.

پښتو ژبه د نورو په پرتله تر ډېره حده د ژباړي ژبه پاته سوې او د معلوماتو ذخیره يې د نورو ژبو په پرتله ډېره کمه ده.

دې هرڅه ته په کتو لازمي برېښي چي د دې تشي د ډکولو لپاره لا زیات کار وسي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close