اقتصادخبرونه

هلمند کي د شاتو تولید په کچه کي پام وړ ډېروالی راغلی

(دوشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۰) هلمند کي د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی، چي دا مهال سلګونه کسان پکښي په کار بوخت دي او له همدې لاري خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.

د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ريس زلمى الکو وايي د ياد رياست له خوا بزګرو ته نږدې 400 بابه د مچیو فارمونه جوړ سوي دي، چي د هر کال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید د زیاتیدو په حال کې دی.

د الکو په وينا دا مهال ددې ولایت فارمونو کي ۱۳ زره ۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزني او پالني لاندي دي او همدا راز یادو فارم لرونکو ته د کرني ادارې د کارکوونکو له خوا لارښووني کیږي ترڅو په فني او مسلکي توګه خپلي چاري مخته یوسي.

بل لور ته بيا د يادو فارمونو لرونکي وایي د شاتو په تولید کي یې هر کال زیاتوالی راځي چي سږ کال هم د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د هلمند ولایت کرني ریاست د معلوماتو او احصاییو له مخي په ۱۳۹۸ کال کي ۱۷،۵ ټنه ، په ۱۳۹۹ کال کي ۲۴،۵ متریک ټنه او په روان ۱۴۰۰ هـ ل کال کي به د خالصو شاتو تولید ۳۵،۷ متریک ټنو ته ورسیږي.

دا په داسي حال کي ده، چي د هلمند د کرني ریاست له خوا په دې ولایت کي د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کي له دوی سره مرستي او همکارۍ هم سوي دي.

په هلمند کي د مچیو د روزني زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کي یو شمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړې، چي دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.

په دې لړ کي سلګونه کسانو ته د کاروبار زمینه برابره سوې ده او تر ډیره یې اقتصاد ورسره ښه سوی دی.

د یادونې وړ ده چي سږ کال د هلمند ولایت کرني ریاست له خوا ، له لغمان ولایت څخه  ۲۵۰۰۰ اصله د بیرو نیالګي را انتقال او تر روزني لاندي نیول سوي دي، د نوموړو نیالګيو ګل د مچیو لپاره بهترینه غذا بلل کیږي چي له مخي به یې راتلونکي کي د بیري شات هم په دې ولایت کي تولید کړل سي .

خبریال: عبدالله حقمل

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close