اقتصادخبرونه

چین غواړي د افغانستان سره د سړک جوړولو برخه کي مرسته وکړي

په کابل کي د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب  سره په لیدنه کي ویلي، چي د افغانستان سره به د سړک جوړولو او اقتصادي پراختیا په برخه کي مرسته کوي.

په دې لیدنه کي چین دغه راز د سولې په برخه کي هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

چینایي لوري ویلي دوی د دې غوښتونکي دي، چي په افغانستان کي روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او دایمي اوربند راسي.

سرچینې زیاته کړې، چې چین به له افغانستان سره د سړک جوړولو د ماشین الاتو مرسته کوي او تر څنګ به یې د کورونا وبا د مخنیوي په برخه کي هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د چین سفیر دغه راز ویلي،چې له افغانستان سره مرسته شوي واکسین به د اداري کارونو تر بشپړېدو وروسته ډېر ژر کابل ته را ورسېږي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close