ورزش

افغانستان فوټبال ملي لوبډله قطر هیواد ته ورسېده

(دوشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۰) د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو څخه قطر هیواد ته د ۲۰۲۲ نړیوال جام او ۲۰۲۳ اسیایي ملتونو مقدماتي لوبو کولو په موخه قطر ته ورسېده.

افغانستان ملي لوبډله به اسیایي لوبو کي له بنګله دیش، هندوستان او عمان هیواد سره د میدان ډګر ته کښته سي.

دا لوبي راتلونکې پنج شنبه پېلیږي.

د یادولو وړ ده، چي افغانستان ملي لوبډلي په متحده عربي اماراتو کي له اندونیزیا او سنګاپور سره دوستان لوبي ترسره کړې.

په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې افغانستان اندونیزیا لوبډلي ته په ۳-۲ ماتې ورکړې وه.

د دې ترڅنګ د نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندني له لوبو څخه مخکي د افغانستان ملي لوبډلي دوهمه تمریناتي سیالي هم ترسره کړه.

په دوهمه لوبه کي بیا افغانستان ملي لوبډلي له سنګاپور لوبډلي سره لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسول.

د یادولو وړ ده، چي تر دې وروسته به د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د المپيک په رسمي لوبو کي ګډون کوي.

خبریال: محمد نسیم حمیدي

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close