ورزش

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره نوي لوبډلمشران وټاکل سوه

(دوشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۰) د بورډ د غړو د ګډي پرېکړي پر اساس ملي لوبډلې ته نوي لوبډلمشران معرفي سول.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبي په اړه چي د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومي څېړني ترسره کړې، د هغې له مخي دا معلومه سوه چي د یادو سیالیو په لړ کي د افغان ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځیني پرېکړي د دې لامل سوې چي افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډي پرېکړي پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلي د لوبډلمشر په توګه له خپلي دندي څخه ګوښه او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره سول. همدارنګه د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډېر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه دا دنده مخته وړي.

دا په داسي حال کي ده، چي افغانستان ملي لوبډله په راتلونکي کي د پاکستان سره شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبي ترسره کوي.

خبریال: محمد نسیم حمیدي

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close