ورزش

کندهار غوره لیګ لومړی پړاو پای ته ورسېدی

(سه شنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۰) خانزاده کندهار غوره لیګ د لومړي پړاو پای ته رسېدو سره سم څلورو لوبډلو د کندهار شاهان، عینو اتلان، اراکوزیا زلمیان او منډیګک ساتونکي لوبډلي دوهم پړاو ته لاره پيداکړه.

یادي څلور لوبډلي به سبا یو د بل پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته سي، هره لوبډله که لوبه ګټي هغه به پایلوبي ته لاره پیداکوي.

خانزاده کندهار غوره لیګ کي د میوند غازیان، د کندهار شاهان، داراکوزیا زلمیان، د عینو اتلان، د منډیګک ساتونکي او د ارغند بازان لوبډلي شاملي وې، چي له ډلي یې څلورو لوبډلو دوهم پړاو ته لاره پيدا کړه.

د یادو لوبو له ډلي تر دې دمه پوري ۱۵ لوبي ترسره سوي دي، چي شپږ لوبډلي پکښي د یو بل سره ولوبېدلې.

د دې لوبو تنظیموونکي او د کندهار کرکټ بورډ د رسنیو څانګي مسؤل قدرت الله عابد وایي لوبي تر دې دمه پوري ښې رواني دي او سبا به یې دوهم پړاو راپیل سي.

همدارنګه د افغانستان  ملي ۱۹ کلني لوبډلي او په خانزاده کندهار غوره لیګ کي د منډيګک ساتونکي لوبډلي لوبغاړی بلال احمد وایي خوښ دي، چي کندهار کرکټ بورډ ورته د داسي لوبو زمینه برابره کړې ده.

هغه له یاد بورډ څخه په راتلونکي که هم د داسي لوبو غوښتنه وکړه.

خانزاده کندهار غوره لیګ، چي د مې میاشتي پر ۲۵مه نېټه پیل سو، له ۱۵ لوبو کولو وروسته یې دوهم پړاو سبا پیلږي او دا لیګ به د جون میاشتي پر ۴مه نېټه راتلونکې جمعه پای ته رسیږي.

کندهار غوره ليګ په لومړي ځل په کندهار کي ترسره کیږي.

خبریال: محمد نسیم حمیدي

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close