اقتصادخبرونه

زابل کي د ولسي تړون ملي پروګرام د ۷۶ نویو پروژو چاري پیل سوې

(شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۰) د زابل ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مسؤلین وایي په دې ولایت کي د ولسي تړون ملي پروګرام په مټ په بېلابیلو برخو کي د کانالونو، محافظوي دېوالونو، اوبو رسوني او استنادي دېوالونو ۷۶ نوي پروژې په مرکز کلات او شهرصفا ولسوالیو کي پیل کړې.

مسؤلین وایي له دې پروژو یې برسیره په یادو ولسوالیو کي ۱۰۰ نوري پروژې هم رواني دي، چي په لویه کچه یې ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره کړي ده.  

د زابل ولسي تړون د یو بلي اقرا برنامې په مټ هم په زابل کي ۲۵ ښوونځي تر کار لاندي لري او د مسؤلینو له قوله د ۱۱۰ نورو ښوونځیو چاري به هم ژر پیل کړي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close