ورزش

خانزاده کندهار غوره لیګ پایلوبه د منډیګک ساتونکي لوبډلي په خپل نوم کړه

(شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۰) د خانزاده کندهار غوره لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ لس ورځې وړاندې په کندهار کې پیل سوی و، چي پایلوبي ته یې د ناصر افغان منډیګک ساتونکو او شېرزي کندهار شاهانو کرکټ لوبډلو لاره پيداکړې وه.

کندهار غوره لیګ تر ۱۹ لوبو کولو وروسته یې د جمعې په ورځ پایلوبه د شېرزي کندهار شاهانو او ناصرافغان منډيګک ساتونکو لوبدلي ترمنځ ترسره سوه.

په پایلوبه کي لومړی توپوهنه د ناصر افغان منډیګګ ساتونکو لوبډلي وکړه، چي د مسعود ګربز د ۹۵ او علي احمد د ۳۹ منډو په مټ یې د شېرزي کندهار شاهانو لوبډلي ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکئ.

کله چي شېرزي کندهار شاهانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو ورکړل سوي هدف ته په رسېدو کي ناکامه سوه او ناصر افغان منډیګک ساتونکي لوبډله اتلولۍ ته ورسېده.

په دې لیګ کي د شاهانو لوبډلي پیاوړي لوبغاړي نعمان شاه وایي د کندهار کرکټ له امریت څخه ډېر خوښ دی، چي د کرکټ لوبغاړو لپاره داسي لیګونه جوړوي.

د دې ترڅنګ په یاد لیګ کي بل پیاوړی لوبغاړی احمدضیاء وایي داسي لیګونه د لوبغاړو د پیاوړتیا لپاره ډیر مهم دي نو کرکټ بورډ باید په دې برخه کي توجه لا زیاته کړي.

اخوا بیا د کندهار کرکټ بورډ امر احمد ضیا ضیا وایي هغه لوبغاړي، چي مخکي شپږیزه او نورو ولایتونو ته د لوبو کولو لپاره ځي نو تر ټولو ښه تجربه همدا ده، چي اول داسي لیګونه ولوبوي.

هغه ټولو لوبغاړو ته دا ډاډ ورکړ، چي په راتلونکي کي به هم دې ته ورته نوري لوبلړۍ او لوبي د لوبغاړو د پیاوړتیا لپاره جوړوي.

خانزاده کندهار غوره لیګ په لومړي پړاو کي تر ټولو غوره توپوهونکی منیر احمد کاکړ، غوره توپ‌اچونکی فرهاد عثماني، غوره الراونډر نظیف الله ذکي او ایمرجینګ لوبغاړی بیا نعمان شاه وټاکل سو او د یاد لیګ د مسئولینو له لوري ورته جایزې ورکړل سوې.

خانزاده کندهار غوره لیګ په لومړي ځل په کندهار کي ترسره سو.

خبریال: محمد نسیم حمیدي

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close