زما ویاړ

عبدالله عابد

دا اونۍ زماویاړ عبدالله ” عابد ” دی هغه چي دیرش کاله یې د خلګو په خدمت ستړیا احساس نه کړه.

خلکو پیسې وګټلې  خو عابد نوم او زړونه.

سمونمل عبدالله عابد د فقیرمحمد زوی پنځوس کاله مخکي دکندهار ښار په صدوزو کوڅه کي زیږیدلی دی.

عبدالله عابد تر۱۲ ټولګي پوري تر زده کړو -وروسته حربي پوهنتون ویلی  او په یاده برخه کي د لیسانس خاوند دی.

عابد د کندهار د پاسپورټ برخه کي کمساري او اغېزمن کارونه ترسره کړي دي چي د چارواکو له ادرسه   د غوره چوپړوهني یوه بېلګه  بلل کیږي.

ویل کیږي عابد د پاسپورټ ترلاسه کولو پروسه له یوې اوونۍ څخه څو ساعتونو ته لنډه کړې وه .

تر اویا د زیاتو ستاینلیکونو ګټونکي عبدالله عابد روانه اونۍ د کندهار ولایت پاسپورټ مدیریت څخه تر یوولس کاله –اته میاشتي او یوې ورځي خدمت  وروسته  مخه ښه وکړه.
خلګ او ځیني رسنۍ وال وايي په چټکو خدماتو کي  دده اداره بې سارې وه.

عابد خپل دیرش کلن چوپړ په ملي اردو کي له کار څخه پیل کړ، درې کاله یې د امنیه قومندانۍ مالي امریت کي کار وکړ، یو کال د کندهار ښار شپږمي حوزې امر و، یو کال د ټولۍ قرارګاه کي قومندان و، سرپرست د امنیت امر پاته سوی او د پاسپورټ د مدیریت یې ۱۱ کاله پوره سول چي اوس دولت ورته د ترفیع نه ورکولو په خاطر تر اوه ډیر کلونه نور کار معاف کړ او پر ۵۰ کلنی یې تقاعد کړ.

۵۰کلن  عبدالله ” عابد ” ۳۲ کاله مخکي واده کړی – یوه لور – ۵ زامن لري او د عبیدالله کندهاري ږغ یې خوښ دی.

د عبدالله ” عابد ” پر شخصیت نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close