زما ویاړ

محمدالله بابی

لنډه پېژندګلوي :

دا اونۍ زماویاړ تورنپال محمدالله “بابی ” دی  ټولنیز فعال –لیکوال او فرهنګي ملاتړی

محمدالله بابي د کندهار په ارغنداب  ولسوالۍ کي ۲ جريبه مځکه چي  چهارديوالی پر را ګرځېدلی و، د کندهار د پوهني رياست ته د ښوونځي لپاره ورکړه.

تورنپال محمدالله “بابی ” چي اصلي نوم یې محمدالله دی د خپلي خوښي نوم یې تورنپال او تخلص یې بابی دی ۵۲ کاله مخکي د کندهار نوي ښار کي زیږیدلی دی.

دی کندهار کي د بابیانو له یوې درنې ، روشنفکره، لیکوالي او هنرمندي کورنۍ سره تړاو لري – چي اکثریت غړي یې که نر دي ښځي لوستي دي او د ټولني د پاره کار  یې لکه ذاتي چي وي داسي دی.

تورنپال تر دولسم ټولګي پوري زده کړي په کندهار،کابل او پېښور کي کړي – اوه کاله پېښور او ۱۳ کاله امریکا کي اوسېدلی دی خو د وطن میني اړ کړی چي د امریکا ژوند پریږدي چي اوس  له شلو کلونو راهیسي په کندهار کي چي بې برقي، بد امني او نوري ناخوالي حاکمي دي د خپلي کورنۍ سره یوځای ژوند  کوي.

د ارغند د څپو ژبه کتاب چي صالح محمد صالح تالیف کړی او د ډیرو شاعرانو او لیکوالانو خاطرې ورسره تړلي دي دده په مالي لګښت چاپ سو.

د خوشحال خټک طب نامه او دا وګړي دوږخیان دي کتابونه هم دده په مالي کومک چاپ سوي او خپاره سوي دي.

دی چي امریکا کي و نو د بیلابیلو مجلو سره د وېش او لیکنو په برخه کي همکار و لکه ګوربت، دعوت او نور خو خپله یې هم لمر څرک په نوم خپریدونکې درلوده.

ده دا وخت کندهار کي درې عامه کتابتونونه جوړ کړي او کندهاري مطبوعاتچیان په نوم کتاب هم دده په پیسو چاپیږي.

۵۲کلن  تورنپال محمدالله “بابی ” شپږ زامن دوې لوڼي لري – درې کاله کیږي چي حکاکي هم کوي او په ټولنیزه مېډیا او راډیويي خپرونو کي هم د پراخي ونډي او فعالیت خاوند دی.

د محمدالله “بابي ” پر شخصیت نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close