ټیکنالوجي

د کائنات له منځه تلل

میرویس غورځنګ

نجوم پوهانو چي د هبل او نورو ټلیسکوفونو په مټ کوم کشهکشانونه څارلي د وخت په اوږدو کي هغه کهکشانونه یو له بل څخه لېري سوي دي. موږ د عملي څېړنو پر اساس یوازي دومره پوهېږو چي په نظري لحاظ کائنات د یو رازمن قدرت/ تاریکي انرژۍ په مټ د بیګ بنګ له پیدایښته تر دې دمه د نور په سرعت ټولو خواو ته د پراخېدو په حال کي دئ. اوس نو که کائنات هر وخت له منځه تلی حتمن به د لاندي دریو احتمالي پېښو څخه په یوې کي ختمېږي.

۱- لویه یخېدنه: د جاذبه ځواک اغېزه دا وي چي په کائنات کي ټول څه یو له بل سره نږدې کړي خو تاریکه انرژي یا د کائنات پوري وهونکی پټ ځواک د جاذبې خلاف کائنات د پراخېدو په حال کي ساتي. که تاریکه انرژي مازي یوځل کائنات نور هم تېز کړي نو کهکشانونه، ستوري، سیارې او ټول فضایي اجرام او مادې به سره جلا سي. د کائنات د ستورو شعاع به ضعیفه سي. ګازات به دونه نري وي چي نوي ستوري به جوړ نه سي. له دې سره به کائنات کرار کرار خورا تاریک او یخ سي. کله چي د ټول کائنات تودوښه صفر ته راسي امکان نه لري چي نور دي پراخېدل دوام وکړي.

۲-لویه شکېدنه/شلېدنه: تاریکه یا پټه انرژي چي هیڅوک یې په راز نه پوهېږي دا به دومره قوي سي چي د جاذبې ځواک له کاره واچوي نو په نتیجه کي به د کائنات اټمونه تیت او پرک سي. تر ټولو مخکي د کائنات لوی څه لکه کهکشانونه به سره تیت سي. له دې وروسته به تور فضایي غار، ستوري، سیارې، فضایي اجرام او زموږ په ګډون به د کائنات ټولي مادې سره وشلېږي او په شعاع به بدل سي.

۳-په ځان کي چیچېدل: که د جاذبي ځواک پر تاریکه انرژي قوي سي نو په هغه صورت کي به پراخېدونکی کائنات ودرېږي او بیرته به په ځان کي سره ننوزي. کهکشانونه به یو په بل کي سره ګډ سي. ستوري، سیارې او ټول فضایي اجرام به یو له بل سره وجنګېږي. ان تر دې چي اټمونه او تر اتوم کوچني ذرات به لا هم په ځان کي سر ننوزي. کائنات به ایله بېله بیرته د وخت په اوږدو کي و یوې ګرمي بې حده غلیظي نقطې ته راځي. هغسي چي له بیګ بنګ څخه شروع سوی وو. ښایي د یوې بلي چاودني په نتیجه کي بل کائنات په وجود راوړي.

په یاد ولرئ چي داسي پېښه په یوه ورځ کي نه ده شونې. ښایي لس په توان د سل یعني یو ګوګول کال کي به هم پېښه نه سي. په دې مورد زه راتلونکې برخو کي خامخا ویډیو جوړوم.

یادونه: سائسپوهانو تاریکه انرژي عملي نه ده څېړلې خودومره پوهېږي چي داسي یو ځواک خامخا شتون لري.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close