زما ویاړ

عبدالجامع” جامع “

لنډه پېژندګلوي :

دا اونۍ زماویاړ عبدالجامع” جامع” دی ښوونیز فعال او د اداري اخلاقو غوره بېلګه

عبدالجامع” جامع ” د عبدالولي زوی ۲۶ کاله مخکي د کډوالۍ پر وخت په پاکستان کي زیږیدلی دی.

دی د لویه سره د کندهار پنجوايي ولسوالۍ ده او  هیواد ته په راتګ یې ظاهرشاهي لیسه ویلې –د کندهار پوهنتون پښتو ادبیاتو کي یې لیسانس اخیستی او دا وخت میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسیسه کي د سیاسي علومو رشتې اداره او ډیپلوماسۍ څانګي د دریم کال محصیل دی.

” جامع” له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسي خپل ښوونیز خدماتي سفر پیل کړی دی، درې کاله یې معلمي وکړه –دوه کاله یې د کندهار پوهني ریاست کي د خصوصي مکتبونو د مسول دنده مخته یوړه ، درې کاله په همدې ریاست کي د عمومي تعلیماتو اجرایه مدیر و او د دوو کالو راهیسي د اساسي او ثانوي زده کړو مدیریت مدیر دی.

دی د مراجعینو سره  په خندانه څېره او ښه چلند مشهور مدیر دی او  نورو مدیرانو ته هم  وايي چي د ادارې د بریا لویه وجه د مراجعینو او نېژدې همکارانو سره نېژدې او دوست پاته کیدل دي.

۲۶ کلن  عبدالجامع” جامع”  څلور کاله د واده کیږي د سولي په نوم یوه لور لري او د جاوید امرخېل ږغ یې خوښ دی.

د ده  پر ښوونیز فعالیت –اداره او شخصیت نور معلومات  تاسو د زما راډیو په زما ویاړ خپرونه کي اوریدلای سئ !

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګوری
Close
Back to top button
Close