خبرونه

کندهار: ترټولو په جنګ کي ښځي ډيري قرباني دي

نن کندهار کي دسولي سیمه یز غورځنګ چي افغانان سوله غواړي په نوم  دمشارکت له لوري غونډه تر سره سوه.

په دې پروګرام کي علمايې کرامو مدني فعالانو او ښځو ګډون کړی وه او ښځو له وسله والو مخالفینو او افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چي باید سوله وکړي.

په ورته وخت کي دبشر حقونو خپلواک کمیسیون دښځو دبرخي مسوله شګوفه سهر وايي په اوس وخت کي تر ډېره حده دجکړې قرباني همدا ښځي ورکوي، سهر زیات کړه که څه هم ښځي په کورونو کي اوسیږي خو تر ډېره حده په جګړه کي ښځي قرباني کیږي.

د سهر په خبره هر وخت په جکړو ښځي د خپل کورنۍ موهم غړي، ورور، پلار، خاوند او نور داسی څه دلاسه ورکوي، چې د دوی ژوند هم ورسره تریخ کیږي او بیا فقر ته مجبوره کیږي.

په غونډي کي ټولو ښځو له وسلوالو مخالیفینو او افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چي باید نور سوله وکړي.

په همدې حال کي یو دیني عالم اسماعیل اغا پر وسلوالو مخالفینو او افغان حکومت ږغ وکړ چي باید نور سوله وکړي او پر افغانانو ظلم شروع دی او یاده جګړه ناروا ده.

دده په خبره کم جګړه چي اوس هم جریان لري دا یوه پروژه ده چي په دې پروژه کي دواړه خواوي لاس لري او خپلي پیسې اخلي لري.

هغه د خپلو خبرو پردوام زیاته کړه، چې‎ي ښځو ته باید خپل حقوق ورکول سي.

په ورته وخت کي دکندهار دوالي ویاند بهیراحمد احمدي وايي، هر حکومتي چارواکي هڅه کړې چي دسولي لپاره دخلګو سره کښیني او خلګ وهڅوي تر څو دسولي لپاره دوی هم خپل ږغ پورته کړي

احمدي وایې، سوله دافغانانو حق دی او دا حق باید ورکول سي خو سوله راوستل یوازي دخلګو په وسیله کیږي.

داپه داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي دمشارکت له لوري دسولي تر عنوان لاندي یو کمپاین راپیل سو چي په دې کمپاین کي ۵۲ زره کسانو برخه اخیستي ده.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close