خبرونه

امریکا وايي د طالبانو بریدونو ته په کتو ښايي د سرتېرو د ایستلو بهیر کرار سي

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کي ویلي سره له دې چي تر ټاکلي نېټې د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه پر خپل ځای ده، خو که طالبان جګړې نوري هم سختوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي.

د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کي خپل بریدونه ډېر کړي دي نو له همدې امله د سرتېرو د ایستلو په مسئله کي د احتیاط سپارښتنه سوې ده.

کربي داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي  نیویارک ټایمز ورځپاني به دې راورستیو کي وویل د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخامخ سي.

راپور کي راځي، یوازي امریکایي ځواکونه نه دي چي له افغانستان څخه وځي بلکی زرونه هغه قرارداديان هم وځي چی دافغان هوایي ځواکونو سره یې مرسته کوله.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close