خبرونه

په میوند کي د هوايي برید پر مهال ۳۲ وسله وال طالبانو وژل سوي دي .

د کندهار په میوند ولسوالي باندي د تېري یوې میاشتي را په دې خوا درنه جګړه روانه ده چي تېره شپه دغه ددې ولسوالي مقر او امنیه قومنداني وسله والو طالبانو ونیول.

د سیمي څخه ځينو امنیتي سرچینو ( زما راډيو ) ته ویلي چي وسله والو لومړي د شهرا کنډک ته د نغم په واسطه چاودنه ورکړه چي په خبره یې پولیسو لا له وړاندي خبر درلود او امنیتي ځواکونو ته یې زیان نه دي اوښتي .

د سرچینې په خبره وروسته د جګړي د شدت څخه امنیتي ځواکونو د ولسوالي تعمیر او امنیه قومنداني خوشي کړې او په دغه سیمه کي د ملي اردو کنډک ته تللي او ولسوالي ته د وسله والو طالبان د ورتګ څخه وروسته ورباندي هوايي برید سوي چي پر مهال یې ۳۲ وسله وال وژل سوي او ګڼ نور یې ټپیان سوي دي.

تر دا مهاله په کندهار کي امنیتي مسؤلینو رسمي څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولي سوي خبرپاڼه کي ویلي چي د میوند ولسوالۍ یې د امنیتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو سره یو ځای نیولې ده ، خو دوي ته د تلفات په اړه یې څه نه دي ویلي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close