خبرونه

په جنوب لوېدیځه حوزه کي دوې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته و سپارل سوې.

د جنوب لوېدیځي حوزې ولایتونو د هیواد د نورو ولایتونو په څېر له هغه سیمو څخه شمېرل کي چي جګړې یې د ښار تر دروازو پوري رسېدلي دي او هره ورځ وسله وال طالبانو د امنیتي ځواکونو څخه نوي سیمي نیسي.

د امنیتي ځواکونو د شاتګ له مخي تېره شپه د زابل شاه جوي او د ارزګان چورې ولسوالۍ بېله جنګه وسله والو طالبانو ته وسپارل سوي.

په دغه ولایتونو کي ځيني سرچني وايي چي دغه ولسوالۍ د سپېن ږېرو او با نفوذه اشخاصو په منځګړیتوب وسله والو طالبانو ته د ځينو وسلو سره یو ځاي سپارل سوي دي ، چي په وینا یې د ملي اردو سرتېري د تېر په څير د وسله والو له لوري په ډاډمنه فضاء کي د ښارونو مرکزونو ته رسېدلي دي.

خو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند بیا وايي د جورې ولسوالي یې د هغه ولایت د نظامي کمېسېون د پریکړي له مخي یې خوشي کړي ، څو په سیمه کي عامو وګړو ته زیان و نه رسېږي ، مګر داچي د زابل شاه جوی ولسوالۍ يې ولي خوشي کړي او وسلوالو ته سپارلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په تېرو دوه اونیو کي دا څوم کنډک او ولسوالۍ دي چي امنیتي ځواکونه په خاص ډول ملي اردو یې د خلګو په منځګړیتوب وسله والو طالبانو ته د وسلو او مهماتو سره یو ځای سپاري.

وسله والو د یادو سیمو او ولسوالیو د د نیولو ادعا کوي او وايي چي د امنیتي ځواکونو سپکي او درنې وسلې د طالب وسله والو لاسته ورغلي دي.

نور وښیه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close